
روهي (پنځه نۍ/لومړۍ د وږي)، د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په اختريز پيغام کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې جهاد ته ادامه ورکړي.
نوموړي د يوه ۵۴ دقيقه ييز ږغيز پيغام له لارې، چې پرون چهارشنبه داعش ډلې ته منسوب د يوه ټيلګرام چينل له لارې خپور شو، مسلمانانو ته د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د نړۍ پر اوسني وضعیت او د اسلامي هیوادونو پر حکومتونو هم په کلکه نیوکه کړې ده.
د تېر کال راهيسې دا لومړنی ږغيز پيغام دی، چې د بغدادي لخوا خپريږي، د هغه وروستی ږغيز پيغام تېر ۲۰۱۷م کال کې خپور شوی و.