
روهي (پنځه نۍ/لومړۍ د وږي)، له هغو دوو بريدګرو څخه چې انقره کې د امريکا په سفارت د برید په تور نیول شوي، يوه يې پولیسو ته ويلي، چې د ترکيې په وړاندې د ټرمپ د وينا په ځواب او د امريکايي ډالر په وړاندې د ترکي پولي واحد ليرا راښکته کېدو په غبرګون کې مې انقره کې د امريکا په سفارت بريد وکړ.
۳۹ کلن احمد چلیکتن او ۳۸ عثمان ګونداش دوه نيول شوي بريدګر دي، چې تيره دوشنبه انقره کې د امریکا په سفارت تر بريد وروسته ونيول شول.