
روهي (څلورنۍ/۳۱مه د زمري)، د بشري حقونو د څار ډلې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان « مدعي العموم» محکمه د هغو پنځو بشري حقونو فعالانو لپاره د مرګ سزا غواړي، چې ددغه هيواد ختیځ په ترهګرۍ تورن شوي دي.
د شیعه مېرمنو د بشري حقونو فعاله، أسرا الغُمغام هم د تورنو کسانو په ډله کې شامله ده، چې د سعودي د بشري حقونو د فعالینو په وینا، نوموړې لومړنۍ ښځه ده، چې د بشري حقونو د فعالیتونو په خاطر د مرګ په سزا محکوم کیږي.
نوموړې د سعوي حکومت ضد لاريونونو کې د ګډون او د لاريونوالو په معنوي ملاتړ تورنه شوې، په داسې حال کې، چې دغه هيواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه او عمومي مظاهرې په کلکه منع دي.
د يادونې وړ ده، چې سعودي وړاندې هم څو شیعه مذهبي فعالين اعدام کړي دي.