د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين رئيس مجرم وپېژندل شو

روهي (څلورنۍ/۳۱مه د زمري)، تېره سه شنبه د امريکا ويرجينيا ايالت کې الکساندريا محکمې د امريکا د ولسشمر ډونالډ ټرمپ د ټاکنيز کمپاين مشر پال منافورت په ۸ جرمونو مجرم وپېژانده.

پر نوموړي ۱۸ تورونه لګېدلي وو، چې د محکمې په لړ کې پرې ۸ جرمونه ثابت او مجرم وپېژندل شو.
 
په دغو جرايمو کې ماليات نه ورکول، مالي درغلۍ، بهرنيو هيوادونو کې د نااعلان شويو بانکي حسابونو لرل او يو شمېر نور جرايم شامل دي.
 
په دې ترتيب ښايي منافورت محمکه په ۸۰ کاله بند محکوم کړي، خو تراوسه محکمې دده د مجازاتو اړوند هيڅ پرېکړه نه ده کړې او ممکن محکمه خپله وروستۍ پرېکړه د روانې اګسټ پر ۲۹مه وکړي.