
په ډېر خواشينۍ سره مو خبر تر ﻻسه کړ، چې د هېواد وتلی سياسي ملي او مبارز شخصيت الحاج غلام محی الدين زرملوال ، د روژې د مبارکې مياشتې په درېيمه ورځ د 93 کلونو په عمرد دې فاني نړۍ نه سترګې پټه کړې او د ابديت په لور روان شو.
انالله و انا اليه راجعون
غلام محی الدين زرملوال په ۱۲۹۸ هـ. ل. کال کې د پکتيا ولايت د زرمل ولسوالۍ د محال د کلالګو په کلي کې زېږېدلی. ارواښاد زرملوال لومړی هندوستان ته مهاجر سو اوبياپه ۱۹۹۱ م کال د کاناډا په لور مهاجرت ته اړ وت او د اټاوا په ښار کې د خپلې کورنۍ سره يوځای اوسيده .
د روهي ويب پاڼه ادارې ټول کارکوونکي د نوموړي مړينه د افغانستان لپاره يوه ستره ضايعه بولي او ارواښاد ته د دعا لاسونه لپه کوي . د يادولو وړ ده ، چې ارواښاد زرملوال او استاد روهي نږدې ملګري وو او د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ لپاره يې په ګډه هله ځلې کولې .
الله دې وبخښي ، جنتتونه يې په نصيب کړې او قدرمنې کورنۍ او خواخوږو ته يې د جميل صبر غوښته کوو .
امين يارب العالمين