عمران خان د کابل پروني بریدونه په کلکه وغندل

روهي (څلورنۍ/۳۱مه د زمري)، د پاکستان نوي منتخب شوي صدراعظم عمران خان د کابل پروني بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې مذهبي مراسمو کې دا ډول ناوړه بریدونه د ناکامو ذهنیتونو څرګندونه کوي.
 
نوموړي د کابل بریدونه وحشیانه بللي او ویلي یې دي، چې د امن دښمنانو په دې کار غوښتل، چې د اختر خوشالي خلکو ته په غم بدله کړي او دا د غندنې وړ عمل دی.
 
عمران خان د پاکستان د صدراعظم ټاکل کېدو وروسته په لومړی ځل افغانستان کې په زغرده تروریزم غندي.
 
د کابل د پرونيو بريدونو پړه داعش ومنله، چې د افغان استخباراتي چارواکو په وینا ریښه یې پاکستان کې ده.