ټرمپ: د افغانستان حالات تل له نږدې څارم او ځان پرې خبروم

روهي (څلورنۍ/۳۱مه د زمري)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د افغانستان حالات همېش له نږدې څارم او وخت په وخت ځان پرې خبروم.

نوموړي د رويټرز خبريالانو ته ويلي، چې د افغان جګړې د شخصي کېدو په اړه يې تراوسه هېڅ غور نه دی کړی او په دې تګلارې هېڅ فکر نه کوي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا غواړي افغان جګړه بلک واټر شخصي کمپنۍ ته وسپاري.