
روهي (درې نۍ/۳۰مه د زمري)، يوه برتانوۍ ښځه ناپامه له کښتۍ څخه سمندر ته لوېدلې، چې اوبو کې تر ۱۰ ساعته پاتې کېدو وروسته د کروشيا ساحلي ځواکونه لخوا وژغورل شوه.
دغه برتانوی ښځه په رخصتۍ د ايټاليا وینز ته په سفر روانه وه، کله چې کښتۍ د ادراتيک سمندر اوبو ته داخله شوه، ښځه ناپامه له کښتۍ څخه سمندر ته ولېدل، چې د ۱۰ ساعتونو لپاره په اوبو کې پاتې وه.
يادې ۴۶ کلنې ښځې تر ژغورل کېدو وروسته وويل، چې زه د کښتۍ وروستۍ برخه کې د تللو حالت کې وم، چې يو دم مې تعادل له لاسه ورکړ او سمندر ته ولوېدم، خو خوشبخته په دې يم، چې تر لسو ساعتونو وروسته مې نجات پيداکړ.