تركيې له امريکا څخه ملګرو ملتونو ته شکايت وكړ

روهي (درې نۍ/۳۰مه د زمري)، تركيې د امريکا لخوا د فولادو او المونيم د وارداتي تعرفو دوه برابره کېدو په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت وكړ.
 
د سوداګرۍ نړيوال سازمان پرون دوشنبه ددغه شکايت په تایید سره وویل، چې انقره د امريکا سره د نويو وضع شويو تعرفو په اړه د لانجې حل غواړي.
 
د امريکا ولسمشر ټرمپ د پریکړې په اساس، له ترکیې څخه امريکا ته د فولادو او المونيم پر وارداتو ۲۰ سلنه تعرفې وضع شوې، چې ترکيې هم ددې اقدام په ځواب کې دغه هيواد ته پر واردېدونکو امريکايي وارداتو نوي تعرفې وضع کړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي جګړې وروستيو اوونیو کې د ترکي پولي واحد «لیرا» ارزښت هم راټيټ کړی دی.