
روهي (درې نۍ/۳۰مه د زمري)، چین د نويو قراردادونو په اساس، د ایران ملي ټانک شرکت څخه دغه هيواد ته د تېلو لېږد پيل کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، چينايي نفت رانيونکو د ایران ملي ټانک شرکت سره ددغه شرکت د نفت راايستونکو بېړيو په وسيله د نفتو لېږد پيل کړی، چې تر دې دمه يې د څو معاملو په اساس زيات نفت چين ته انتقال کړي دي.
چین مخکې ويلي وو، چې دا کار د ایران په وړاندې د امريکا د یو اړخیز بندیز په مخالفت کوي او د تهران سره به خپلې اقتصادي معاملو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نفتو مشهور اروپایي شرکت «ټوټال» پرون په رسمي ډول له ایران سره خپل قراردادونه لغوه اعلان کړل.