د سويلي کوریا ٨٠ کورنۍ تر نیمې پیړۍ وروسته د خپلو کورنیو غړو لیدلو ته ځي

روهي (دوه نۍ/٢٩مه د زمري)، د سویلي کوریا پولې ته نږدې مسافري بسونه ډک شوي، څو ددغه هيواد ١٨٠ کورنۍ له پولې هاغاړې شمالي کوريا ته واړوي.
 
دغو کسانو د ۱۹۵۰م کال له جګړې راهيسي د خپلو کورنيو غړي نه دي لیدلي.
 
شاوخوا ۱۸۰ کورنۍ تر نيمې پېړۍ وروسته شمالي کوریا ته روانې شوي، څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
 
دغه کورنۍ وروسته تر هغه شمالي کوریا ته ځي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو په خپله لومړۍ کتنه کې په دې اړه ژمنه کړې وه.