چینايي پوځيان د تمریناتو ترسره کولو لپاره روسیې ته ورسېدل

روهي (دوه نۍ/٢٩مه د زمري)، چین او روسيې دواړو دغه ګډ پوځي تمرینات د شانګهای همکاریو سازمان د سولې عملیاتو چوکاټ کې ترسره کوي.
 
چین دغو تمریناتو ته ۷۰۰ سرتېري، لسګونه پوځي ټانکونه، هوايي ځواکونه او تجهیزات لېږلي دي.
 
ياد تمرینات به د روانې اګسټ له ۲۲مې پیل او تر ۲۹مې به دوام وکړي.
 
د شانګهای همکاریو سازمان د سولې د عملیاتو چوکاټ کې د اتو هیوادونو شاوخوا ٨٠٠٠ سرتېري برخه اخلي.
 
ياد سازمان خپلې غونډې له ۲۰۰۱ کال راهیسې پیل کړي دي.