
روهي (دوه نۍ/٢٩مه د زمري)، د پاکستان د بهرنیو چارو نوی ټاکل شوی وزیر وايي، چې د افغانستان په وړاندې به یې نوې تګلاره د تېر په پرتله توپير ولري.
شاه محمود قریشي وویل، چې د افغانستان خلکو لپاره د یو ښکاره پیغام سره غواړي کابل ته لاړ شي.
قریشي ويلي، چې د افغانستان خلکو ته غواړم ووايم، چې موږ یو بل ته اړتیا لرو او د ستونزو حل باید خپله راوباسو.
نوموړي د خپل سیال هېواد هند سره یوځای د افغانستان نوم یاد کړ او ویې ویل، دواړو هېوادونو سره د پاکستان بهرنۍ اړیکې زیاتې مهمې دي او نږدې راتلونکې کې به له کابل او نوي ډهلي سره اړیکې ښې شي.