
روهي (دوه نۍ/٢٩مه د زمري)، د امریکا متحده ايالتونو ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، چې د افغانستان د سولې خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی او هڅو یې مثبته پایله ورکړې ده.
جان بولټن ویلي، چې د امريکا ولسمشر ټرمپ د سولې اړوند تر هغه د افغان حکومت ملاتړ کوي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.
نوموړي د افغانستان د جګړې شخصي کولو په تړاو وویل، چې نوي پلانونه ارزولو ته تیار دي، خو د جګړې شخصي کولو په تړاو یې له نظر ورکولو ډډه وکړه.
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې ټرمپ د افغانستان د جګړې په شخصي کولو غور کوي.