انقره: د امریکا په سفارت بريد مرګ ژوبله نه لري او بريد کوونکی تښتېدلی

روهي (دوه نۍ/۲۹مه د زمري)، د ترکيې پلازمېنه انقره کې د امريکا سفارت کې دننه له يوه موټر څخه څلور ډزې شوي، چې ددغه سفارت يوه کړکۍ يې ماته کړې ده، خو مرګ ژوبله نه لري.
 
د راپورونو له مخې، نن سهار شاوخوا ۵:۰۰ بجې انقره کې د امريکا سفارت سره نږدې ددغه سفارت د امنيتي ساتوونکو دفتر مخې ته لږترلږه څلور ځله ډزې وشوې.
 
ډزې کوونکی، چې سپين رنګ موټر کې و، له بريد څخه وروسته تښتېدلی دی.
 
ترکي پوليس وايي، چې د بريد کوونکي په لټه کې دي، خو د برید کوونکي موټريز جوازسېر تراوسه نه دی پېژندل شوی.
 
دغه ډزې انقره کې د امريکا سفارت ۶م بلاک ته نږدې شوي.
 
دا حمله داسې مهال ترسره کیږي، چې دې وروستيو د انقرې-واشنګټن په ډيپلوماټيکو اړيکو کې تاوتريخوالی رامنځ ته شوی دی.