امریکا د افغان حکومت له مشروط اوربند څخه ملاتړ وکړ

روهي (دوه نۍ/۲۹مه د زمري)، د امریکا متحده ايالتونو بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغان حکومت اوربند ستایلی او له طالبانو یې غوښتي، چې اوربند ته مثبت ځواب ووايي.
 
ددغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، د افغان حکومت وروستی اوربند د سولې لپاره د افغان حکومت پیاوړې اراده څرګندوي، موږ تمه لرو، چې اوربند به دواړې خواوې سولې ته نږدې کړي.
 
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د امریکا په ګډون نړیوال ملاتړي هېوادونه یې د افغان حکومت له اوربند ملاتړ کوي او دا به ددې لامل شي، چې خلک لوی اختر په سوله او امنیت کې تېر کړي.
 
د امريکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، تیار دي، چې د طالبانو سره د افغان حکومت په مستقیمو خبرو کې ګډون وکړي او ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
 
د راپورونو له مخې، مایک پامپیو به راتلونکې سپټمبر میاشت کې د افغانستان سولې د خبرو اترو لپاره پاکستان ته ولاړ شي او د نوي لومړي وزیر عمران خان سره به وګوري.