
روهي (دوه نۍ/۲۹مه د زمري)، د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، تر ټولو زيات سېلابونه د هند کېرالا ایالت کې راوتلي دي.
چارواکي وايي، چې هندي پوځيانو تر دې دمه شاوخوا ۲۲۰۰۰ کسان د سېلابونو له خطرونو ژغورلي دي.
د تېري «جون» مياشتې له پیله تراوسه ددغه توپانونو او ورښتونو له امله ۳۵۰ کسان په ياد ایالت کې وژل شوي دي.
هند کې د موسمي بارانونو له امله سخت سېلابونه راوتلي، چې زرګونه اوسېدونکي یې زیانمن کړي دي.
د کېرالا ایالت یوه وزیر ویلي، چې دوی د ۵۰۰۰ کسانو لپاره یو کمپ جوړ کړی و، خو اوس هلته باید زرګونه نور کسان هم ځای پرځای شي.
د هند حکومت ویلي، چې د سېلابونو د راوتلو او پاکو اوبو د نه شتون له امله لسګونه کسان په خطرناکو ناروغیو هم مبتلا شوي، چې روغتیايي ټیمونه یې مرستې ته رسېدلي دي.