امريکا وايي لاهم عراق کې پاتې کيږي

روهي (يوه نۍ/۲۸مه د زمري)، د امريکا د پوځ يوه قوماندان نن یکشنبه وویل، چې امريکا لاهم عراق کې د هغو سيمو د نيونې او بيارغونې لپاره پاتې کيږي، چې اسلامي دولت ډلې په ولکه کې دي.
 
شان رایان، چې د داعش په ضد د امريکا د نړيوال ايتلاف وياند دی، وويل: «موږ تر هغه وخته چې احساسوو، چې د امريکايي ځواکونو شتون عراق کې مهم دی، تر هغې به دغه هيواد کې پاتې شو.»
 
نوموړی زياته کړې، چې اسلامي دولت «داعش» ډلې ته تر ماتې ورکولو به عراق کې پاتې شي او دغه هيواد کې به د ثبات راوستو هڅو ته هم دوام ورکړي.