
روهي (يوه نۍ/۲۸مه د زمري)، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د اتريش د بهرنيو چارو وزيرې کارين کنايسل سره رقص وکړ.
په هغو انځورونو کې، چې پرون شنبه د ژورناليستانو لخوا خپاره شوي، ولادیمیر پوتین د کارين کنايسل د واده په مراسمو کې، لاس تر غاړې د هغې سره په نڅا ليدل کيږي.
د يورو نيوز د راپور له مخې، پوتین د ګلونو لويو ګېډيو سره د کنايسل واده مراسمو ته تللی او هلته د نڅا کوونکو او سندرغاړو سره یوځای شوی دی.
د ژورنالیستانو لخوا اخیستل شوي انځورونه ښیي، چې د اتريش د بهرنيو چارو ۵۳ کلنه وزيره کنايسل د روسي ولسمشر پوتين سره سپینه جامو کې لاس تر غاړې نڅا کوي.