امریکا افغانستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وويله

روهي (يوه نۍ/۲۸مه د زمري)، د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپانې په خپرولو سره افغانستان ته د خپلواکۍ د ورځې رارسېدو له امله مبارکي وويله.
 
خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امریکا د افغان حکومت ترڅنګ د افغانانو له موخو ملاتړ کوي او په صادقانه ډول د سولې په راوستلو کې هم مرسته کوي.

دغه راز خبرپاڼه کې زياته شوې، چې امریکا له ترهګرۍ سره په مبارزه او د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.