
د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹مې کليزې په اړه د روهي وېب پاڼه د مشرتابه د مبارکۍ پيغام
۹۹ کالونه وړاندې افغان غيور، مجاهد، اسلام پاله، ملت پاله او په عينې وخت کې فقير او تش لاسي ولس د وخت د پاچا ستر غازي شاه امان الله خان په مشرۍ د نړۍ له مغروره زبرځواک او يرغلګر قوت انګليس څخه د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه.
په دين او هېواد مئين افغان ولس د سختې مبارزې، له انګريزانو سره د څو ځلي جګړو او مقدسې سرښېندنې وروسته واتوانېد، چې خپل هېواد خپلواکه کړي او پردي له دې هېواد څخه وشړي. افغان ولس د هېواد د خپلواکۍ په لار کې په ډېر شمېر ځاني او مالي قربانۍ ورکړې، خوب او ارام يې پر ځان حرام کړ، د بستر پر ځای يې په غرونو، دښتو او سنګرنو کې شپې سبا کړې، چې پايله کې يې په لوړو سترګو په خپل هېواد کې خپلواکه ژوند تر لاسه کړ.
انګريزانو ښايي په افغان مجاهد ولس هم هغه ډول فکر کړی وي، څه ډول يې چې د نړۍ په نورو ولسونو کړی وو. انګريزانو غوښتل چې افغانستان د تل لپاره د ځان مستعمره جوړه کړي او ټولې هغه موخې په کې خوندي کړي، چې يو اشغالګر هېواد يې لري. خو انګليس دا له ياده وتلي وو، چې د دغه هېواد غر، دښته، ځمکه او اسمان هم ازاد دي او د ازادۍ چيغې وهي.
مغروره انګليس په دې هېواد کې يوه شيبه هم په راحت نه ده تېره کړي. افغان باتور ولس يې پر وړاندې لکه غر ولاړ وو او په تش لاس يې ورسره داسې مبارزه وکړه، چې کيسې يې له انګريز نيکه څخه انګريز لمسي ته پاتې شوې دي.
هېواد مو په ۱۹۱۹ ز کال کې خپلواکه شو او هغه نيغ اشغال چې انکليس دلته کړی وو، له منځه لاړ. خو له ډېره بدمرغه چې افغان ولس ونه شو کولی چې خپله خپلواکي د هېواد د ښيرازۍ په پار وکاروي. د دغه ولس يوه برخه يو ځل بيا د مکار دښمن په لومه کې بند شوه او داسې لوبه يې ورسره وکړه، چې له مستقيم اشغال هم خطرناکه وه.
انګليس د يو شمېر افغانانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه او دغه ولس يې د خپلواکۍ د سالار پاچا شاه امان الله خان پر وړاندې راپورته کړ او لوی افغان ولس يې د خپلواکۍ ثمرې ته پرې نه ښوود. د خپلواک او غښتلي افغانستان پر ځای انګليس د انرشيزم په کړۍ کې ښېکل افغانستان جوړ کړ، چې نه په کې اسلامي مقدسات خوندي وو او نه په کې انساني حقوق. د انګريز شومې طرحې وې چې افغانستان د سرونو په بيه اخېستلې خپلواکي په هغه ډول ونه ساتله په کوم ډول چې ستر غازي امان الله خان تر لاسه کړې وه.
د ازادۍ سالار غازي امان الله د افغان وينې د نه توېدو په پار هېواد پرېښود او د يو لنډ وخت لپاره باغيان په هېواد مسلط شول، چې د هغه وخت د بدبختۍ د کرل شوي تخم څخه يې نن هم افغانستان زوريږي.
کاش! چې افغانستان د خپلې خپلواکۍ تر څنګ د خپلواکۍ د سالار ستر غازي امان الله خان درلودلی وای، چې نن د سيمې او د نړۍ د هېوادونو سيال وای.
په اخير کې د روهي وېب پاڼې د ټول نشراتي او تخنيکي ټيم په استازيتوب، د هېواد د خپلواکۍ مبارکي افغان زورېدلي ولس، د شهېدانو او قرباني شويو کورنيو او هېواد پال ملت ته وړاندې کوم.
خپلواکي مو مبارک شه!
په ټوله هېوادنۍ مينه؛
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې بنسټګر، د امتياز څښتن او مسوول مدير