پوتین او ټرمپ: ایران بايد سوريه پرېږدي

روهي (نۍ/۲۷مه د زمري)، ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین د فنلنډ هيلسينګي کې د روسیې په غونډه کې تیره میاشت موافقه وکړه، چې ایران باید له سوریې څخه ووځي.
 
د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي پرون جمعه رويټرز ته وويل، چې د سوريې موضوع او دغه هيواد کې د ايران رول د هيلسينکي غونډه کې د دواړو ولسمشرانو د دوه اړخیز بحث په سر کې قرار درلود.
 
د راپورونو له مخې، که څه هم روسیې دا يو ستونزمن کار بللی، خو دواړو ولسمشرانو د يادې غونډي پرانیستو خبرو اترو کې په دې موافقه کړې، چې ایران باید سوریه پرېږدي.
 
تراوسه ددغې دوه ساعته غونډي، چې د فنلنډ هيلسينګي جوړه شوې وه، زيات جزيات نه دي خپار شوي.
 
راتلونکو څو ورځو کې به د ټرمپ حکومت ملي امنیت سلاکار جان بولټن جنیوا ته ولاړ شي او هلته به له روسي چارواکي نیکولای پیټروسوف سره له سوريې څخه د ایران د وتلو په اړه بحث تعقیب کړي.