
روهي (نۍ/۲۷مه د زمري)، امريکا له ويتنام څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې ټول سياسي بندیان خوشي کړي.
دغه زندانيانو کې يوهم «لی جين یوګ» دی، چې ۵۳ کلن دی او تېر کال د ويتنام ملي شورا ټولټاکنو ردولو په موخه د خلکو په هڅولو تورن شوی و.
د امريکا بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه تر هغه وروسته چې ويتنام کې محکمې يو عقيدتي زنداني په ۲۰ کاله بند محکوم کړ، له ويتنامه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې دغه هيواد ټول سياسي بنديان ازاد کړي.