د بلک واټر مشر: ټرمپ په دې فکر کوي، چې افغان جګړه موږ ته راوسپاري

روهي (نۍ/۲۷مه د زمري)، د «NBC» د راپور په اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بلک واټر د مشر په هغه وړاندیز غور کوي، چې له مخې به یې افغانستان کې د جګړې واک بلک واټر کمپنۍ ته وسپارل شي.
 
د بلک واټر مشر ایریک پرینس ویلي، چې د ټرمپ ځینې سلاکاران دې فکر ته رسېدلي، چې افغانستان کې د جګړې په تړاو د ولسمشر ټرمپ بې صبري به ښايي ددې لامل شي، چې د بلک واټر وړاندیز ومني.
 
له دې وړاندې بلک واټر ویلي وه، چې کولای شي په افغانستان کې جګړه په ۱۰ بیلیونو ډالرو مخې ته یوسي.
 
د راپورونو له مخې، اوسمهال امریکا څه د پاسه ۴۰ بیلیونه ډالره په افغان جګړه لګوي.