د هند هغه هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر، چې روبوټ پکې مسافرو ته ښه راغلاست وايي!

روهي (پنځه نۍ/٢٥مه د زمري)، د هند چيني ايالت د هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر چارواکو تېره چهارشنبه په ازمايښتي ‌‌‌‌‌‌ډول د هوايي مسافرو د ښه راغلاست لپاره د "هيومنايد" په نوم روبوټ استخدام کړ، څو ياد هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې معلوماتو ته د لاسرسي او د مسافرو پېژندلو او هغوی ته د لارې ښودلو لپاره ترې ګټه واخلي.
 
د هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر چارواکو ويلي، چې ياد روبوټ دنده لري، چې هوايي مسافرو ته اسانتياوې برابري او د هغوی خدمت وکړي، هغوی وپېژني او ښه راغلاست ورته ووايي.
 
دغه راز ياد روبوټ دنده لري، چې د مسافرينو پوښتنې ځواب کړي او د هغوی سره تفريحي خبرې_اترې هم وکړي.
 
ياد روبوټ د چيني هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر په کورني ترمينل کې ځای پرځای شوی دی.