
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې له سیاسي ګوندونو، عالمانو، د ښځو له شبکو، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او د رسنیو له استازو سره د انتخاباتو ، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو او د افغانستان د ځینو مهمو او روانو حالاتو په اړه جلا جلا ناستې درلودې او د هیواد د اوسني وضعیت په اړه یې د سیاسیونو او جهادي مشرانو سره په مختلفو برخو کې نظریات راټول کړل.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وویل (پدې برخه کې به دبېلابېلو قشرونو له ځانګړو وړاندیزونو سره راشي ، وړاندیزونه به جمع شي او وروسته چې هر څه د حکومت صلاحیت وي، تصمیم به ونیول شي او هغه څه چې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون پورې اړه لري هغوی ته به وسپارل شي چې په خپلو کړنلارو کې یې په پام کې ونیسي) د ولسمشر ویاند وویل احتمال لري چې په لوی اختر کې بیا له طالبانو سره اوربند وشي.
یو شمیر احزابو او سیاسي جریانونو د ټاکنیز نظام د بدلون ، د رای ورکوونکو د پروسې باطلولو، د رای ورکونکو پروسه کې له بایو میټریک ټکنالوژۍ څخه د استفادې او سیاسي احزابو ته د ځانګړې ونډې په اړه خپلې مهمې غوښتنې مطرح کړې. دوی ګواښ وکړ که یې په یوه اونی کې غوښتنې ونه منل شي، نو په خپل ټول توان به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي او له حکومته یې وغوښتل چې د نوملیکنې بهیر دې ژر تر ژره باطل اعلان کړي.
عام افغانان، سیاسیونو او حکومت غواړي چې په ولسي جرګه کې یې باید واقعي اشخاص ځای پر ځای شي، د خلکو سمه نماینده ګي وکړي او د خلکو په اکثریت رایو باندې ولسي او ولسوالیو شوراګانو ته لار پیدا کړي. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل (دېته په کتو چی د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په عملیاتي کارونو بوخت دی او دغو انتخاباتو ته یوازی ۷۰ نورې ورځې پاتې دي، نو ځکه د بایو میټریک سیستم عملي کېدل تړلی ګڼي خو کمیسیون پریکړه کړې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بایومیټریک سیستم څخه استفاده وشی) نوموړي اصلي لامل د وخت کمښت او د تجهیزاتو نشتوالی وښوده.
د هیواد قومونو تر منځ د یووالی او اتحاد ټینګښت د ټولو ګډ مسولیت دی، خو د دې مواردو په تطبیق کولو سیاسي مشران، دیني عالمان، قومي سپین ږیري او مشران ډیر موثر او ګټور رول لوبولی شي. افغانستان په نازک حالت کې قرار لري له یوې خوا انتخابات له بلې خوا د سولې خبرې را روانې دي.
دا چې اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د ټولو هیوادوالو دا غوښتنه ده چې باید افغان حکومت له طالبانو سره د اختر په شپو او ورځو کې اوربند وکړي تر څو خوشحالي مو یو پر دوه شي، نو همدې ته په کتو افغان حکومت ویلي د دې احتمال شته چی له طالبانو سره یو ځل بیا په راروان اختر کې اوربند وشي ځکه تېر اوربند ډیری مثبتی پایلی درلودی او د طالبانو په ذهنونو کی یی ډیر مثبت تغیرات راوستی، چې په همدې هدف حکومت غوره وګڼله تر څو له سیاسیونو سره ناستی وکړی او د هغوی نظریات راټول کړي.
که زمونږ سیاسي مشران او احزاب لاسونه سره یو کړی او افغان حکومت سره د روان حالت د بدلون په خاطر خپل نیک نظرونه شریک کړی او له حکومت سره صادقانه همکاری وکړی باور لرم چی د افغانستان په اوسنۍ اوضاع کې به مثبت تغیرات رامنځ ته شي.