د خونړیو پېښو تکرار، که د چارواکو دوزخي رول

ولایتونه سقوط وکړي او یا هم د سقوط تر بريده ورسيږي، سیمې او بیزونه ونیول شي، عام ولس او امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوړي، په هغو سیمو چې جګړه پرې روانه وي، له اوسېدونکو یې د ژوند هر څه واخستل شي، کورونه او ودانۍ ونړول شي او د ابادۍ ټولې چارې تس نس شي.

پېښې په کراتو تکراري بڼه غوړه کړي، له وړاندې یې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نه نیول کیږي؛ خو له رامنځته کېدو ورسته یې بیا په اړه د غندنې پیغامونه خپریږي او یا یې د توجه لپاره کاذبانه دلایل لټول کیږي، تر څو د هرې پېښې په تکرار د ولسونو په سترګو کې بیا بیا خاورې واچوي.

وایي ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بل وي، موږ کندوزیان پرته له ورځنیو پېښو، دوه وارې د سرو لمبو په تنور کې وریت شوي یوو، جګړو راځنې په پله پسې دوه کلونو کې د ژوندانه هر څه لولپه کړل او د راتلونکي لپاره یې ټولې هیلې راځنې واخستې.

همغه حالت چې موږ ورسره مخ شوي وو، له موږ وروسته فراه او په تېرو ورځو کې یې د غزني ولس په سرو لمبو کې وریت کړ.

دا سمه ده، چې په هېواد روانو جګړو ته باید په سر سري ډول ونه کتل شي، دلته تپل شوې جګړې ژورې ريښې لري او د مهار لپاره یې هم ژورو هر اړخیزو سیاسي او نظامي پلانونو او تګلارو ته اړتیا ده.

له دې هم سترګې نشو پټولی، چې په روانو بدبختیو کې تر ټولو ژورې ريښې د ګاونډ هېوادونه لري او زموږ د بدبختۍ ستر عاملین د همدغو دولتونو مغرضانه لاسوهنې دي، چې نن مو د همدې تپل شوې جګړې د قربانیو د انتقال لپاره تابوتونه په لویو لاریو کې انتقالیږي.

په دې کې شک نشته، چې د جګړې ښکېلې خواوې هره یوه له نویو جنګي تکتیکونو ګټه پورته کوي او غواړي، چې جګړه ییز حالت د ځان په ګټه وڅرخوي او بریا ترلاسه کړي؛ خو د جګړې د ګټلو لپاره یو مهم اصل رواني جګړه ده، چې کولی شي، په مقابل لوري فشار او نړیوالو ته خپل قوت ښکاره کړي، خو له بده مرغه، چې دلته له رواني جګړې هم ناسم کار اخستل کیږي او زیان یې عام ولس پرې کوي.

ستونزه داده، چې سیمه ییز او مرکزي چارواکي د جګړې د ډګر اصلي حالت پټ ساتي، سیمه ییز چارواکي امنیتي وضعیت هغه ډول چې دی په ريښتیني بڼه یې مرکزي چارواکو ته نه رسوي او مرکزي چارواکي د مسئولیت پېژندني تر څنګ د بې ضمیري په لوی دریاب لاهو شوي او د ضمیر په نوم څه شی نه پېژني؛ ځکه خو یې د امنیتي وضعیت په تړاوکړنې له دې ټکو سره سر خوري، چې ووایو، د بي ضمیره چارواکو دوزخي رول، که له ټيز وروسته پلتۍ؟

یوه خبره، چې سترګې ترې نشو پټولی هغه دا ده، چې د جګړې کرښې په عادي حالت کې د ښارونو تر دروازو رارسېدلي؛ خو سیمه ییز چارواکي یې په ښارونو کې د امنیت خبره کوي او اړوندو مرکزي ادارو ته یې د امن راپور ورکوي او یا خو هم اړوند وزارتونه هغه ډول چې په کار ده، د خراب امنیتي وضعیت څخه د خبرتیا په صورت کې بیا هم په امنیتي جلسو د نا امنۍ ریښتینې بڼه نه وړاندې کوي، تر څو د رهبرۍ په کچه یو شمېر کسان چې د هېواد پر روان وضعیت یې زړه خوږیږي لږ تر لږه د روان وران او ویجاړ امنیتي وضعیت نه خبر شوي وي.

که د ښارونو او ولایتونو حالات وړاندې مې چې ترې یادونه کړې، دغه ډول نه وای، د دولت وسله وال مخالفین څنګه کولی شي، چې په اني ډول له لریو پرتو سیمو خپل عملیات پیل کړي، په لنډ وخت، چې په شمار ساعتونه وي، د ښارونو تر چوکونو را ورسي او ډېری دولتي ادارې د لنډ مهاله وخت لپاره تر خپل کنټرول لاندې راولي.

موږ د کندوز له سقوطه وړاندې په کراتو ویلي وو،، چې وسله وال د کندوز په دروازو کې پراته دي او هره شیبه د ښار امنیت له ګواښ سره مخ دی، لنډه دا چې همغه ډول وشو او کندوز سقوط وکړ؛ موږ د لوړ پوړو دولتي چارواکو بې ضمیري او بې مسئولیته څرګندونې په همغه وخت لیدلې وې او د دغو څرګندونو لړۍ، چې دوی ویل ښار زموږ په ولکه کې دی او یا ښار سقوط نه دی کړی، تر ۱۶ ورځو دوام وکړ، په داسې حال کې چې تر ۱۶ ورځو طالبانو د ښار په بندرونو کې واک درلود او په شپاړسمه ورځ د ښار له دروازو ووتل.

اوس هم خبره همغه ډول ده، له غزني هم د یوې اوږدې مودې راپه دېخوا د نا امنۍ خبرونه اورېدل کېده، چې پایله یې په غزني د تېر ناورین په رامنځته کېدو تمامه شوه؛ خو یو څه چې باید له پامه ونه غورزو، هغه دا ده، چې که چېرې دولتي چارواکي په خپل وجود کې د سپېڅلي ضمیرونو په نوم ارزښت را ژوندی نه کړي؟

خپلې څرګندونې د مسئولیت په پېژندنه عیار نه کړي؟ د ولس پر وړاندې خپل مسئولیت درک نه کړي؟ د دروغو او عوام غولونې پر ځای په شته نیمګړتیاوو کار ونه کړي او سمښت رامنځته نه شي؟ نو د کندوز، فراه او غزني د ناورینونو لړۍ به یې اخري هغه نه وي؛ بلکه ولس دې د هېواد په هره برخه کې د همدغه ډول ناروینونو په تمه و اوسي.