ترکیه: که امریکا ګواښونه پرېږدي؛ خبرو ته ورسره تیار يو

روهي (پنځه نۍ/۲۵مه د زمري)، ترکيې ویلي، چې که امریکا ورته ګواښونه او ګوتڅنډنې پرېږدي، نو تیار دي، چې د هغوي سره د روانې مسلې په حل خبرې وکړي.
 
د ترکیې د بهرنو چارو وزیر میولوت کاوسګلو ویلي، چې د امریکا سره د روان بحران د حل لپاره خبرو ته تیار دي، خو پکار ده چې امریکا ورته د خبرداریو ورکول پرېږدي.
 
ښاغلي کاوسګلو په انقره کې د سفیرانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د اروپایي اتحاد سره یې هم اړیکې سمې شوي دي.
 
نوموړي وویل، چې د اروپایي اتحاد د مشرانو سره به راتلونکې کې ليدنې وکړي او د ترکانو له وېزې پرته د سفر په اړه به ورسره وږغېږي.
 
ترکیه د روسیې سره هم له وېزې پرته په سفر کولو کار کوي او وایي، چې د لوی اختر نه وروسته به دغه لړۍ پیل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولټن تېره دوشنبه امریکا کې د ترکېې د سفیر سره ملاقات وکړ او په ترکېې کې د بندي امریکایي پادري اینډریو برونسن په اړه یې ورته خبرداری ورکړ.
 
هغه وویل، چې ترڅو ترکیې دغه پادري خوشې نه کړي، امریکا به نور شرایط ونه مني.