طالبان به بیا ځلي او دایمي اوربند ومني؟

اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د خوشحالیو مناسبت دی، ځکه په اخترونو کې خلک یو د بل کره ورځي او د اختر مبارکي ورکوي. ځوانان له خپلو همزولو سره خوښۍ او مېلې کوي، مګر په وروستیو کلونو کې د جګړو شدت له ځوانانو څخه دغه خوښي هم اخیستې، ځکه د ناامنیو او وسله والو له وېرې له ښارونو لرې پرتو سیمو ته په سیل نه شي تللی.

په تېر کوچني اختر کې طالبانو د افغان حکومت د اوربند له اعلان وروسته درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د اوربند په نتیجه کې ډېری هیوادوال خپلو کورنیو ته لاړل او د کوچني اختر درې ورځې یې له خپلو کورنی سره په خوشحالیو تېرې کړې. اوس چې لوی اختر راروان دی، ایا د دې امکانات شته چې طالبان دې له افغان حکومت سره د لوی اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی؟

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهری د رسنیو له لارې له دواړه غاړو (افغان حکومت او طالبانو) څخه وغوښتل چې په راتلونکي اختر کې د خلکو د خوشحالولو په خاطر اوږدمهاله اوربند وکړي ، ځکه له یوې خوا د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان غړو چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او روان جنګ د مشروعیت او نه مشروعیت لپاره کومه غونډه وشوه په هغه غونډه کې هم په یوه خوله سره وویل شول چی باید طالبان له افغان حکومت سره دایمي سوله او اوربند وکړي.له بلې خوا افغانان په تېره بیا عام ولس غواړي په هیواد کی یې د تل لپاره سوله او امن وي، خو په اختر کې باید طالبان او افغان حکومت اوربند وکړي.

د افغانستان علماء غواړي چې په هیواد کې دایمي سوله او امن راشي او هر شخص له کومې وېرې پرته د افغانستان هرې سیمې ته لاړ شي او د خپلې خوښې مطابق زده کړې وکړي. د افغانستان د علماوو شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف په کابل کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د تلپاتې اوربند وړاندیز کوي، چې د دغه اوربند په پایله کې د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو لاره هواره او د تلپاتی سولی لامل وګرځي.
 
په ځینو ولایتونو لکه خوست، کندهار او لغمان کی عام خلکو غونډې وکړې او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې د اختر په شپو او ورځو کې اوربند ته لاره هواره او اوربند وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې د لوی اختر په ورځو کې یې له وسله والوطالبانو سره پر اوربند کار دوام لري، له ارګ څخه د ولسمشر غنی په حواله په یو بیان کې راغلي چې د ملي یووالی حکومت د مذاکراتو مالکیت لري خو د مذاکراتو پر بیلابیلو ابعادو مشورې ته اړتیا لري، د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري شاوخوا دوه اونۍ وړاندې له خبریالانو سره په مرکه کې وویل: د لوی اختر په مناسبت کی د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کیږی او دغه اوربند به د خلکو او دینی عالمانو په غوښتنه اعلان شي.

د سولې عالی شورا د دارالانشاء مشر ډاکټر اکرم خپلواک د رسنیو له لارې د لوی اختر د اوربند په اړه رسنیو ته وویل (انشاءالله ولسمشر به ډیر ژر په دی اړه خپله پریکړه له ولس سره شریکه کړي. د ملت، عالم اسلام (او، ای، سی) سعودي، قطر او د نورو هیوادونو غوښتنی ورسیدلی او انشاءالله له لازمې مشورې وروسته به د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي).

په دا وروستیو کې د طالبانو له لوری په هرات ولایت کې ځیني خطونه لیدل شوي و چې د طالبانو د شورا له خوا استول شوی وه او پکې لیکل شوی وه چې د هیوادوالو او طالبانو د خوښې له امله دا ځل هم غواړو چې له افغان حکومت د اختر په شپو او ورځو کې اوربند اعلان کړو تر څو هیودوال مو د اختر شیبې له خپلو خپلوانو سره په خوښۍ شریکې او ولمانځي.

په سوشیل میډیا کې داسې اوازې دي چې افغان حکومت او طالبان د اوږدی مودې اوربند لپاره په خپل مابین کې سلا مشورې کوي، دا چې ایا طالبان او افغان حکومت به د هیوادوالو د خوښۍ په خاطر اوربند ته غاړه کیږدي او که نا؟ وخت به یې معلوم کړي.