غزل

زړګيه بيا دې شور وشر ته راغلم
له دنيا ستړی دې بستر ته راغلم
څه پوښتې زما څه ددنيا حقيقت
بس لکه درد ناسور پرهر ته راغلم
نارک لباس کې مې چې وليدلې
دنازک خيال غزل هنر ته راغلم
لکه اوبــــه مې پل کړو غر اوسمه
بیرته دخپل یاس سمندر ته راغلم
دپله په زور دې تلمه پریوتم اوس
لکه غبار خپل مـــــــقدر ته راغلم
ګڼلم سپک یې دښکلا موجونو
لکه خځلې يې چې سر ته راغلم
کړې بدرګه به اناا لحق راسره
نن دې دحسن که سقر ته راغلم
دچاـــ دپيغلو خاطـــــــــرو په خاطر
(حسنه) بيا دخيال محشر ته راغلم
ډاکترحسن-لندن