غزل

راشه واوره دجرس فغان داوښکو درته را مې غلی اشنا کاروان داوښکو
لا دزړه په سترګو چا نه دی لوستلیزمادمخ په زېړ کاغذ دیوان داوښکو
وې دا اوښکې مرغلرې او ستا غټ زړه؟ما وې پروت دی په دې غره کې کان داوښکو
دهر څاڅکې په ايينه کې يې انځوريې راشه وګوره زما جهان داوښکو
ښه راغلاست چې ستا دغم ورنه هېر نشيپه خندا کې هم کوم ګردان داوښکو
کاشکې ستا څړيکو ته بل څه راسره وایدرته رامې ووړ اشنا درمان داوښکو
دهر زړه په دروازه کې مې نارې کړېیو مې هم نه کړ پیدا مېزبان داوښکو
پرې کرم دچا یادونه ورته ژاړمغواړي للمه مې دزړه باران داوښکو
په بې درده اشنایانو کې اوسيږ يچې لېمې شوې د (حسن) زندان داوښکو
                                                                                                                                                     ډاکترحسن                                 *** ځان کړه عادت له ښوييدلو سره                   کله به بیرته ابتدا ته راځې                                 ژوند کله وي تګ په شګلنه لاره                                                 په مخ چې درومې لږ به شاته راځې   ډاکترحسن