زړه درکوم زړه درنه غواړم درځم
نورمې له خپله ځانه لاړم در ځم
چې دتلو غم ته اوښکې پاتي نه شي
نن په راتلـــــو در ســـــــره ژاړم در ځم
څوک دې ښکلا یاره لوستلی نه شي
دمـــــینې ژبه کــــــې دې ژباړم در ځم
ډیر مې دهجر په یخنۍ وخوړې
تودو مچکو کې دې نغاړم در ځم
نوم د(حسن) دې شي مسکا په شونډو
په پـــــــښتنه حیا دې ویـــــــــاړم در ځم
ډاکترحسن-لندن
وروستي