هغه چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر

د تیر دوه ورځو راهسې په کابل کې د حېر خانې په سیمه کې یو شمير پرادي پالو د الکترونکي تذکرې مرکز د افغانیت سره په ضد په مظاهره کوونکي ډول وتاړه، ملا تره خیل د ټاکنو د مرکزي دفتر مخه دیو شمیر هغه نوماندانو سره یوځای تړلی چې نومونه د نهایي لیست څخه غورځول شویدي. په خوست کې د مندوزیو قوم د خوست او ګردیز لاره په دې خاطر تړلې چې د دوی په دعوګیره ځمکه دولت په سیمه کې صنعتي پارکونه جوړه وي، د لوګر په چهار سیاب کې پرون دوشنبیه ۲۲نیټه د لوګر او کابل لاره یو شمیر خلکو په دې خاطر ځکه تړلي وه، چې والې د کابل د قلعه سرک نه جوړیږي.

همدرانګه د غزني د جنګ په پلمه په کابل کې یو شمیر میرمنې او سړیو په ګرام سرک په ساعتونو ناسته وکړه او وویل چې په دې توګه غواړي چې د کابل د چارواکو پام غزنی ولایت ته ور واړوي. بل لوري په بدخشان کې د فوزیه کوفي سلګونو پلویانو افغان دولت ته خبرداري ورکړ چې میرمن کوفي د ټاکنو په لیست کې شامله شي که نه ددغه ولایت د ټاکنو دفتر به وتړي.

په پورته اعترضونو کې یو شمیر قانوني او ځینې بیا بیخې د قوانیو او انساني اعمالو خلاف وو. د افغانستان ملي هویت تذکره چې د ډير وخت راهسې د افغانانو او دولت پلان وو چې د زاړه سیستم په نوی الکترونکي واړوي څو په دې توګه تذکره معیاري شوي او د جنايي پيښو يه کمښت کې مرسته کړي وي.

همداسې وشول تذکرې کمپیوتري شوې. خو یو شمیر پردي پال چې د افغان د نوم سره څرګنده دښمني لري او دغه نوم په خاص قوم پښتون پورې مطلوب ګڼي. هغوي وایي څوګ چې افغان وي هغه ته د افغان ولیکي.

اوس به افغانستان کې د یو شمیر مشرانو لپاره چې په پارلمان او یا هم یو طرفه قومي توکمه باله سیاست کوي ښه فرصت دی چې خلک ژبې او قوم ته وهڅوي په ځان پسې روان کړي او خپلو موخو ته ورباندې ځان ورسوي.

تیره میاشت په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی لطیف پدرام په ولسي جرګه کې په څرګنده وویل چې دوي د افغان کلمي سره حساسیت لري او دوی د افغانستان د نوم د تغیر په سر لویه جرګه راغوړي او دافغانستان نوم باید خراسان شي.

خلک وایي چې پدارم ته نه خراسان او نه هم افغانستان مهم دی یوازې له دې لارې شهرت پیدا کوي له خلکو په ټاکنو کې رایه غواړي او په دې توګه هیواد په تفرقې ویشي.

پرون یې د ګوتو په شمار کسانو ته دوستور ورکړی وو، چې په کابل کې یاد د تذکرو په یو دفتر وتړي،
چې یو شمیر لندغرو همداسې وکړل خو ګیله دا چې ولې پولیسو مخه ونه نیوه؟ دغه کسانو د یاد عمل د او کوچنۍ مظاهرې د ترسره کولو اجازه د کورنیو چارو له وزارت نه اخېستي وه، او دا په دې معنی ده چې دغه کسانو د یاد جنایت د ترسره کولو لپاره جنایي تیری کړي چې په موضوع کې او دوستور ورکونکي ملي هویت ته په زیان باید تر حقوقي ادرو ته وغوښتل شي او د لامل او راز پوښتنه ترې وشي.

یاد کسانو ته باید پولیسو داسې نظامي څپیړه ورکړي وی چې د بیا ځل لپاره د ملي هویت په وړاندې ملنډو وهونکو ته عبرت ګرځیدلی وای.

بل خو د ملا تره خيل او فوزیه کوفي د یو شمیر برحال او نویو نومانداننو په ګډون په کابل او بدخشان کې داسې ګوښوونکی مظاهرې وکړې، چې د ټاکنو دروزه وتړله او دولت ته چلنج ورکړ چې که نومونه په لېست کې ځای په ځای نشي دوی به هغه څه وکړي چې طمعه ورڅخه نه کیږی.

د ټاکنو له لیست څخه د شکایتونه په وجه غورځیدلی کسان د خپل سرو وسله والو، د ځمکو په غصب، ناقانونه وسلو او په ملي شتمنۍ په پټولو تورن بلل کیږي.

په دې که به داسې کسان هم وي چې زور او زر نه لري خو ډیر شمیر هغه کسان دي چې رښتیا هم د قوانینو د ټاکلو او عملي کولو په ځای قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

دلته دیموکرسي ځوانه ده د خلکو غوښتنې همدا لاره ده چې په وسله ييز ډول د ستونزو غوښتنه وکړي. نه د چې افغانیت نه غواړې او لامل یې هم نه دي معلوم نه پوهیږو چې دا پردي پال په هویت کې د ځان لپاره اسرائیل او که د ایران د خراسان کلمه غواړي.

ګرانو بنسټ پالو مشرانو ملک مه ورانوئ، ځونانو ته تعصبي انګیزه مه ورکوئ، قومونه یو د بل څخه مه بیلوئ، د خپل موقف د ترلاسه کولو لپاره د عامو افغانانو د سپر په توګه کار مه اخلئ، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی، تاسو د شخصي ګټې پرته نور هیڅ هم نه لری. رښتیا که هم درته ملي شیان مهم وو ولې مو د غزني په جکړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ونه کړ، هغه ځواکونه چې د افغانستان د ټولو قومونو ځوانان پکې د یو ولایت د اوسیدونکو څخه د سر په قيمت دفاع کوي.

تاسو خو په کورونو کې په ساړه او ګرمي نه پوهیږی ارم ناست یې، او د افغانستان د ملي اماکانو نامشروع ګټه پورته کوي. د خدای لپاره په هیواد کې ملي ارزښتونو ته ارزښت ورکړئ. افغانان د یو بل څخه مه بیلوئ.

نو که غواړئ چې د یو متحد او په پښو ولاړ هیواد لپاره د نړۍ د شته امکاناتو سالمه روزونکي ګټه واخلو، اړتیا ده چې د تعصب پر ځای د هیواد جوړاونې لپاره یو موټی شوو.

زمونږ یو شمیر ګاونډې هیوادونه دیته لمن وهي چې څنګه په افغانستان کې افغانان به یو او بل نوم سره د بیا ځل لپاره ورور وژنې ته سره وهڅوي مونږ د پردیو هیوادونو ددغه تجربو به پخوا شاهدان وو.
خدای دې وکړي چې نور په شعوري ډول د پردیو هیوادونو د دسیسو ښکار نه شو،

د یو اباد او سرلوړي افغانستان په هیله