
څه وخت وړاندې د هیواد به پلازمینه کابل او هلمند کې د سولې په نوم د عامو افغانانو له لوري د تحصن خیمې ودرول شوې او د وسله والو، افغان حکومت او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو څخه وغوښتل شول چې د سولې په برخه کې د کوټلی ګامونه پورته کړي.
دوی همدارنګه د یو شمیر سپارښتنو سره یوځای د افغان دولت څخه وغوښتل چې د وسله والو سره د سولې په برخه کې شریط اسان او وضح کړي او په یو شمیر سیمو کې د افغان دولت لوري پیل شوی نظامي عمليات ودروي.
دولت همداسې وکړل خو ددې سره سره وسله والو ته د سولې د پرلت کوونکو له لوري وړاندې شوي غوښتنه طالبانو هیڅ وبلله، او د دغه پرلتونو او په پلي ډول په لارو تلوونکی ستونزمن کاروان یې امریکايي پروژه وبلله.
دغه کاروانونو په ولایتونو کې خیمې ودرولې او د هلمند پرلت یوه برخه دیته ملا وتړله چې په پلې ډول لسګونه میله مزل وکړي، او په کابل کي د وسله والو سره په جکړه کې د زید دخله ادرو لکه سفارتونو، حکومت، او وسله والې ډالو ځواب واوري ټولې خبرې وتلي او د پړې ګوته یو طرف ته ونیسي.
د سولې کاروان د هلمند څخه تر کابله پوري ۳۷ ورځې ورسته کابل ته را ورسیدل، د افغان ولسمشر اشرف غنی سره په حضوري چمن کې ولیدل. خپلې غوښتنې ورسره شریکې کړې، افغان ولسمشر ورسره ژمنه وکړه چې دی هر ډول غوښتنو ته چمتو دی که وسله وال طالبان او د هغوی مشر هیبت الله وغواړي زه چمتو یم چې وګورم.
افغان ولسمشر وویل د خپلو ځواکونو ته امر کړی چې لس ورځې اوربند دی او په دښمن د جکړې حق نلری بلکې د ځان څخه دفاع کولای شي.
هغه وو چې وسله والو هم د اوربند په منځ کې د نیکمرغه کوچني اختر درې ورځې اوربنداعلان کړ چې افغانانو او نړیوالو ته د تعجب او خوښۍ وړ وګرځید.
د هلمند څخه راغلي هلمندیانو وسله والو ته هم د مثبت غبرګون طمعه درلود خو وسله والو غوښتنې ته منفی ځواب ووایه او دا هم وویل چې دغه پرلتونه د امریکا د پروژو برخه ده چې د امریکایانو په هڅو پیل شویدي.
ورسته دغه تحصن کوونکو په کابل کې د امریکا، ملګرو ملتونو، پاکستان روسې، ایران سفارتونو په دروازو کې خیمې ووهلې او دوی ته د افغانستان په جګړه کې دخیلتوب ګوته ونیوه.
دوی د ملګرو ملتونو دفتر ته یو تفصیلی پرانستي لیک وسپاره چې په پکې د یوشمیر غوښتنو ترڅنګ د ترهګرۍ سره د مبارزې په افزارو خبرې شوې وې.
د سولې لپاره ولسي حرکت امریکايي ولس ته د یو لیک په لېږلو سره د امریکا سفارت مخې ته له خپلې ناستې راولاړېږي او ټاکل شوې چې تر دې وروسته د روسيې سفارت مخې ته پرلت ووهي.
د سولې لپاره ولسي حرکت د امریکا سفارت مخې ته تر نهه ورځني پرلت وروسته دا ناسته امریکايي ولس ته د یوه لیک په لېږلو سره پای ته رسوي.
په دغه لیک کې له امریکايي ولسه د مالي مرستو د مننې تر څنګ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د روان حالت جاج او حساب واخلي.
موږ په همدې سیمه او همدې ځای کې د امریکا ولس ته یو لیک لیکلی او دا نن د امریکا سفارت ځینو استازو او رسنیو ته سپارو، موږ په دوی غږ کړی چې له خپلو عسکرو نه د ۱۷ کلنې جګړې حساب کتاب وغواړي او له دوی وپوښتي چې ولې په افغانستان کې د امن په راوستلو کې پاتې راغلي او ولې جګړې ورځ تر بلې زیاتېږي؟"
دوی په دغه لیک کې د افغان ولس ټولې غوښتنې او د افغانستان د ثبات لپاره وړاندیزونه مشخص کړي چې د امریکا حکومت او ولس ته څرګند پیغامونه لري.
دغه شان د پاکستان، ایران او انګلستان سفارتونو مخې ته پرلت هم د دوی په پلان کې شامل دی.
د سولې د ولسي حرکت غړي د سولې ولسي کاروان له روژې مخکې له هلمنده د کابل په لور خپل پلی حرکت پیل کړ، د لارې په اوږدو کې ورسره د نورو ولایتونو ځوانان هم یو ځای او تر ۳۷ ورځني مزل وروسته د تېرکوچني اختر په څلورمه ورځ کابل ته را ورسېدل.
دوی د کابل په حضوري چمن کې له څو ورځې پاتې کېدو وروسته د جون د میاشتې له ۲۳ تر ۲۷ نېټې پورې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې او بیا د امریکا سفارت مخې ته پرلت ووهلو.
دوی د ملګرو ملتونو سازمان ته هم یو لیک ولېږه چې په کې د افغانستان د ۱۷ کلنۍ جګړې د ختمولو په برخه کې د دوی رول پوښتل شوی وو.
دوی وايي، د دغه پرلتونو اصلي هدف له یو شمېر هېوادونو دا غوښتنه ده چې نور د افغانانو په منځ کې له تفرقو او نیابتي جګړو لاس واخلي.
دغې حرکت له وسله والو طالبانو هم غوښتنه کړې، چې د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي او د سولې خبرو ته کیني.
دا چې افغانان د سولې لپاره زرګونه کیلومتره پیاده مزل کوي، ورته میاشتې روژه نیسي، په جکړه کې عملاً په مالي او ځاني برخه کې قربانۍ ورکوي. نو څنګه سړی نشي ویلی چې افغانان سوله په قرباني غواړي.
مونږ د سولې لپاره نه یواځې دا چې وړ شریط برابر کړي او د وسله والو د جګړې د مخ راګرځولو لپاره مو د بیله بیلو چینلونو استفاده کړي، نو سړی ویلی شي چې وسله وال په یوشمیر پریکړو کې خپلواکه نه دي او د افغانستان په جکړه کې د نورو ګټو لپاره د یو شمیر متحصمو هیوادونو په دوستور ورور وژنې ته لمن وهي.