که اصلاحات غواړئ نو د زورواکو لپاره د ډوډۍ په خاطر مظاهرې مه کوئ

افغان ولسمشر دتیرې یوې میاشتې راهسې په یوشمیر زوراکو، شحصي ملیشه لرونکو، او قانون ماتوونکو پسې راحستي ده .د شمال د یو لنډ غر نظام الدین قیصاري په شمول څلور ناقانونه وسله وال د امنیت د زندانونو د تورو تمبو شاته د حپلو اعمالو د سزا لپاره حقوقي پوښتنې ته د ځواب لپاره کینول شوي.

افغان دولت وایي د قوانینو د تدبیق لپاره اصلاحاتو ته اړتیا ده. او اصلاحات په صحتو قربانیو راځي د صحتو څخه هدف دادی چې په تیرو کالونو کې یو شمیر جهادي او نه جهادي مشرانو په افغانستان کې غیرې قانوني پیسې پیدا کړې او د هغه پیسو په مټ یې اوس په دولت کې زر او زور ترلاسه کړ. چې دولت ته سرحوږی شو. دولتي ځمکې نیسي ، وسله والې ملیشې لري او د حلکو په زورولو کې لاس لري.

چې ښه بیلګه نظام الدین قیصاري دی (قیصاري) د جنرال دوستم د نږدې ملکرو او هغه ته د وفادارو کسانو څخه شمیرل کیږي.

هغه ورځ چې تیره میاشت د قیصاري په کور کمانډو عملایات ترسره کړل د قیصاري ملیشو د افغان کمانډو ځواکونو سره د اخ ډب په ترڅ کې دوه کومانډو ځواکونه شهیدان کړل.
 
داسې وویل کیږی چې قیصاري له ۵۰۰ څخه زیات شخصي ملیشې لري. چې په ولایت کې د ناقانونه کارونو لپاره په سیمه کې ددولت په څیر موازي زور استعمالوي.

د قیصاري تر نیول کیدو ورسته د افغان دولت لپاره فرصتونه دي چې په افغانستان کې د قانون ماتوونکو سره قانوني چلند وکړي.

جالبه دا د چې په دې ملک کې د قانون جوړونکی او تصویبوونکو له کوره( ولسي جرګې) څخه پنځه درجنه په قتل ، غله د ځمکو په غصب ، او د حلکو په زورونه د ولسي جرګې رتلوونکی ټاکنو ته نوماندان د حلکو د شکایتونو په وجه د نهایي لیست څخه غورځول شویدي.
سر له اوسه چې له په رسمي ډول پورته شکایتونه د انتحاباتو د شکایتونو کمېسیون نه د تاید کړي. خو هغه شمیر وکیلان چې نومونه په ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کیږي. حپلو پلویانو ته د لارو او مظاهرو د کولو سپارښتنه کړي.

ملا تره خېل چې په کابل کې په یو شمیر سیمو کې ډیر کورنه، د دولتي اود خلکو د شخصي ځمکو په نیولو تورن بلل کیږي.

د اسد په ۹ په کابل کې د بګرمیو لاره وتړله هغه وویل چې حکومت د ورباندې ثابته کړي چې څنګه او چیرته دولتي ځمکه نیولي ده هغه وویل شته ځمکې او جایدادونه د پلارونو او نیکونو میراث دی .

اوس پوښتنه دا ده چې والې حلک اصلاخات نه غواړي او د دغه غصبینو په غوښتنه لارې بندوي په سرکونو خیمې داروي.

فساد نۀ غواړي خو مفسد يې وياړ دی، زورواکي يې بد ايسي خو د خپل زورواکي پر سر خلک ښکنځي، دوستم، عطا... يې بد ايسي خو رازق، قدير، مسلميار... پرې گران دي. وولس دی چې پر ځان يې راوستې او وولس دی چې تره‌ خېل پرې غورېږي. که وولس ترې شاته شو نو گوره که دوی د دوو روپو شول.

جانان زما پۀ سر جانان دی که لاس ترې واخلم د کوڅو ملنگ به شينه په افغانستان کې د غولوونکو مشرانو سیاست چې قربانۍ حلکو ورکړي هغه څه دي چې د حلکو شعوري کچه ورسره ويښه شوی نه ده.

قیصاري او دوستم ته څو ورځې وړاندې د هغه پلویانو مرګوني قرباني ورکړه دوستم ګټه د وکړه چې په دې توګه له جله وطنۍ هیواد ته راغی او له تعبيدئ په په کور د ننه خواندي ژوند راستون شوو.

هغه خپلو مظاهر کوونکو ته وویل چې لارې د حلاصې کړی او د مظاهرو د لاس واخلي ، هغه زحمیان مړه چې وشول خاورې وو خاورې شول . څه ترلاسه کړل او ځای څه شوو ،یواځې رهبرانو ورباندې چوکۍ ترلاسه کړې.

نو هیله ده چې دغه ځان غوښتونکي مشران چې تل د جیب په اړه فکر کړی او عام حلک د مال او ځان د ساتلو لپاره د سپر په ډول استمعال کړیدي، د عامو حلکو او عامو تاسیساتو له بریدونو لاس واخلۍ . نظام قیصاري ملاتړ په فاریاب کې د مظاهرو په ترڅ کې یو شمیر دولتي ادرو ته اور ورته کړ او په هغه ولایت کې دوکانونه وتړل ، د خوراکي شیانو قمتونه اسمان ته پورته شول او توان یې چا ورکړ.
 
پرون تره خېل د بګرمیو لاره وتړله په لاره تلوونکی غټ او وړه موټر په ساعتونو ساعتونو ولاړ وو ،مریضانو او ناروغانو سره لمرته انتظار وو ، دلته تل یو شمیر مشرانو د شحصي موخو لپاره زمونږ د خلکو د احساساتو څخه غلطه ګټه پورته کړي ده.

په ټولنیزو شبکو کې یو شمیر کسان بیا د نظر له پلو په ډیر څه باندې پوهیږی، خو د ټولنې یو قشر حلک دي چې مشران ورباندې د خپلو ګټو او سیاست کولو لپاره ترې د فزیکی الې په توګه کار احلي.
د امیر الله ثاقب په نوم یو ورور داسې لیکلي دي. همدا اوس ښار ته روان وم خو له باګرامیو واپس را وګرځيدم هلته د پله پر سر ملا صیب تره خيل لاره بنده کړې د عمومي سړک پر سر یې خیمې وهلي هیچا په عمومي سړک د تلو راتلو اجازه نه ورکوي د سړک دواړه خواوې له لایني شخصي او باروړونکو موټرو ډکې دي ماشومان ښځې او ناروغان ځینې یې ښار ته او ځینې احمد شاه بابا مینې ته پلي روان دي.
 
دا نو کوم انصاف دی؟ مشکل یې له حکومت سره دي او بندوي په عامو خلکو لارې د ملایانو رنګ دغسې ملایانو بد کړی لکه ملا تره خيل.

ملا تره خېله ته خو د دین ملا یې په کتابونو کې د پرادیو ملکیتونو په نیولو حدیث لوستي ، او د دولتي مال په اهمیت به هم پوهیږې تیر کال دې والې په یوه حوزه کې دوه دولتي رینجرو موټرو ته اور ورته کړ چې د ناقانونه غوښتنو په وجه حوزې ته پرنښودل شوې او په بدل کې د په دروزه کې ولاړ موټر وسوځول.