هند: د فرانسوي سيلاني نيم سوځلی جسد وموندل شو

روهي (درې نۍ/٢٣مه د زمري)، د هندوستان ټايمز د خبر په اساس، د هند جنوبي ايالت تميل ندو کې د ٥٠ كلن فرانسوي سيلاني نيم سوځلی جسد وموندل شو.
 
دغه فرانسوی سيلاني هند ته د سياحت په موخه تللی و، څو تميل ندو ايالت کې د مهاباليپورام ښارګوټي څخه ليدنه وکړي، چې ترې تم شو.
 
پوليسو ددغه سيلاني د قتل په تور يو ٢٩ كلن كس هم نيولی دی.