هند: له يوه بانکه په ٧ ساعتونو کې ٩٤ ميليونه روپۍ غلا شوي

روهي (درې نۍ/٢٣مه د زمري)، تېره شنبه انټرنيټي غلو د هند پونه ايالت کې د کوسوموس تجارتي بانک له سرورنو څخه په انلاين ‌‌‌‌‌‌ډول ٩٤ ميليونه هندۍ روپۍ غلا کړي دي.
 
ياد بانک هند کې دوهم لوی بانک دی، چې انټرنيټي غله پرې بريد کوي.
 
د هندوستان ټايمز د راپور له مخې، انټرنيټي غلو د ياد بانک له بانکي حسابونو څخه ٩٤ ميليونه هندۍ روپۍ غلا کړي او بيا يې د هند او هانګ کانګ بانکونو ته دغه پيسې لېږدولي دي.
 
د بانک چارواکو پوليسو ته ويلي، چې انټرنيټي غلو په ٧ ساعتونو او ١٥٠٠٠ لېږدونو کې يادي پيسې او ددغه بانک د مشتريانو معلومات غلا کړي دي.