
روهي (درې نۍ/۲۳مه د زمري)، د فرانس خبري اژانس د راپور په اساس، د سوریې ادلب ښار کې د وسلو يوه زېرمتون کې چاودنې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۳۹ تنه ووژل.
د راپور په بنسټ، ددې ودانۍ مالک د وسلو کاروباري و او له دې ودانۍ څخه یې د وسلو د زېرمتون یا سلاکوټ کار اخیسته.
راپورونه وايي، مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او څو کسان یې له کنډوالو ژوندي رااېستلي دي.
ویل شوي چې لاهم ځیني کسان ورک دي.
برتانيا کې د سوریې د انساني حقونو څار ډله ويلي، ددې پېښي ډېری قربانیان له یوې اسلامپالې ډلې سره د تړلو وسله والو د کورنیو غړي دي.
ادلب د سوریې شمال ختیځ کې ترکي پولې ته څېرمه پروت ښار دی، چې شاوخوا ۲ میلیونه او پنځه لکه کسان پکې ژوند کوي.
ددې سيمې نیمايي کسان یا وسله وال دي او یا هم دې سیمي ته راکډه شوي دي.