ایران د «فاتح مبین» په نوم نوې لنډ واټن ويشتونکې توغندۍ وازمايله

روهي (درې نۍ/۲۳مه د زمري)، ایران ژمنه کړې، چې د امریکا د غوښتنې ضد به د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو برخه کې خپل ظرفیت نورهم پیاوړی کړي.
 
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د فاتح مبین په نوم ددې نوي توغندۍ ازموینه بريالۍ ترسره شوې ده.
 
چارواکي وايي، دا توغندی کولای شي په وچه او سمندر دواړو کې خپل هدف په نښه کړي.
 
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي ویلي، چې دا نوې توغندۍ په بشپړه توګه ایران کې جوړه شوې ده.