عرب اسرائيليان: موږ ته د يهودو په څېر حقونه نه راکول کيږي

روهي (دوه نۍ/٢٢مه د زمري)، د اسرائيلو په زړه تل ابيب کې د اسرائيلي پالیسیو پرضد لاریونونه ادامه لري.
 
زرګونه عرب اسرائيليان په تل ابیب کې واټونو ته راوتلي او د حکومت د نوي قانون په ضد شعارونه ورکوي.
 
لاریونوال د يهودانو لپاره وروستی نوی قانون له تبعیض او تعصب څخه ډک ګڼي او غوښتنه کوي، چې باید ژر تر ژره منحل شي.
 
په دغو لاریونوالو کې هغه عربان راټول شوي، چې اسرائيلو کې اوسیږي، دوی وایي، چې د یهودو په څېر حقونه نه ورکول کیږي.
 
لاریونوال د اسرائيلي حکومت د هغه نوي قانون غندنه کوي، چې له مخې یې د یهودانو امتیازونه تر نورو زیات دي.