د امريکا ولسمشر او مېرمنې يې د اپل له اجرائيوي رئيس سره وليدل

روهي (دوه نۍ/٢٢مه د زمري)، د امريکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډونالد ټرمپ او مېرمنې ميلانيا ټرمپ دواړو د اپل نړيوال شرکت له اجرائيوي رئيس ټيم کوک سره وليدل.
 
وروسته ميلانيا ټرمپ په خپل يوه ټويټ کې وویل، "وياړم چې اپل شرکت زموږ وړانديزونه او غوښتنې ومنلې او متحده ايالتونو کې د ياد شرکت پانګونه به زموږ په نوښتونو او اقتصادي وده مثبته اغېزه وکړي."
 
په دغه ليدنه کې د اپل اجرائيوي مشر پر چینايي توکو د ولسمشر ټرمپ لخوا په لګول شويو تعرفو هم نیوکه وکړه او ويې ویل، چې دا کار د دوی د اقتصادي ودې ټيټېدو سبب شوی دی.