لاهور: داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه

روهي (دوه نۍ/٢٢مه د زمري)، د احوال امت په نامه د اسلامي دولت اړوند یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې د "مردار يا نجس بیرغ" تر عنوان لاندې یوه ویډيو خپره کړې، چې پکې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې يو غړی په اردو ژبه د پاکستان په مشهورو ښارونو اسلام اباد، کراچۍ او لاهور کې د داعش لخوا د بریدونو ګواښونه کوي.
 
د ویډيو په پای کې یو داعش جنګیالی د پاکستان بیرغ ته په داسې شکل اور اچوي، لکه څو کلونه مخکې چې د اسلامي دولت ‌‌‌‌‌‌ډلې جنګیالو یوه اردني پيلوټ معاذ کساسبه ته اور اچولی وو.
 
داعش ‌‌‌‌‌‌ډله د پاکستان بیرغ په داسې مهال سوځوي، چې سبا سه شنبه د اګسټ ۱٤مه د پاکستان د ازادۍ د ورځې لمانځنه راروانه ده.