
روهي (يوه نۍ/٢١مه د زمري)، د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې، په لندن کې يو کس تشناب کې د ايفون چارجولو پرمهال مړ شوی دی.
د خبر په اساس، دغه کس تشناب کې د غسل کولو پرمهال خپل ايفون، چې همدلته يې چارج ته تړلی و، استعمال کړی او مړ شوی دی.
خبر زياتوي، چې دغه کس د خپلې سينې قفس ته نږدې چارج ته تړلی ايفون استعمال کړی، کله چې وروسته اوبو ته لوېدلی، نو سمدستي برق نيولی او تر سختي سوځونې وروسته مړ شوی دی.