
د کائیناتو په دې پراخه هستۍ کې د بشري ژوندانه واقعیتونه د انساني فطرتونو له زېرمو سرچینه اخلي او وګړي په کې د ګلونو ګېډۍ او یا هم د نفرتونو بدرنګ کاڼي د خپلې کړنلارې په توګه د ژوندانه د واقعیتونو په توګه ټاکي، چې همدغې ته بیا د اخلاقي نظام نوم ورکول کیږي او د هر وګړي انځور په کې د هغه د ټاکلې هندارې د کړنلارې لمخې منعکس کیږي.
د دغې ټاکنې لمخې د ځېنو وګړیو څېرې لکه د ماتې هندارې په څېر په هرې ټوټې کې بېلا بېل او جلا انځور ورکوي او ځېنې بیا هغې روغې او صفا هندارې ته ورته وي، چې کتونکو ته د وګړېو د اصلي څېرې یو ډول انځور وړاندې کوي او کله هم تغیر نه کوي.
هو! څرنګه چې د انساني ضمیرونو هندارې د نفرتونو په بدرنګو کاڼو ټوټه ټوټه کیږي او د ژوندانه واقیعتونه لکه د ماتې هندارې په څېر په بېلابېل ډول او یا هم د خاورو ایرو ګردجنې هندارې په څېر کمرنګه او پیکه انځور لیدونکو ته انعکاس ورکوي، په همدې ډول د بشري ژوندانه واقیعتونو ته هم بدلون ورکوي او کاذبې څېرې ټولنې ته وړاندې کوي.
دلته نو بیا خبره دهغې سمسورې بیدیا سره د شړې دښتې د توپیر او غوښتنو تر منځ بېلوالی رامخته کیږي، چې لومړنۍ هغه یې د بشري ژوندانه غوښتنه او له بلې هغې یې د بشریت د خلاصون لپاره د تل لپاره د هڅو لړۍ روانه ده، چې د ويښتابه په پار یې سپيڅلي فطرتونه مثبت رول تر سره کولی شي.
د انسانیت لوړې څوکې ته رسېدل، د بشري ژوندانه دغوښتنو اومعیارونو پوره کول او د دغې تګلارې د ټاکلو لپاره چې د هغې پربنسټ دغه لوړ معیارونه درک او وپېژندل شي، د سپېڅلو فطرتونو شتون اړین دی، چې د نفرتونو په تله کې د کاڼو تلل، د ګلونو په خوشبویه وګمو او رنګارنګ ګلونو په ګېډیو سره بدرګه کړي، چې د بشري ژوندانه غوښتنې او ريښتیني واقیعتونه د نفرت پر ځای د میني معراج دنګو څوکو ته ورسیږي، ځکه خو له همدې ځایه ویلی شوو، هغه څه چې د مینې په تله کې تر لاسه کیږي، د نفرتونو د کاڼو په تللو کې نشته.
کله چې وګړي، د لوړو معیارونو او لوړو ارزښتونو د پاللو په لټه کې وي؛ نو په ټولو هغو وړو، سپکو او بویناکو څیزونو، چې د لوړو معیارونو او ارزښتونو سټې کاواکه کوي او نړوي یې، د بطلان کرښه راکاږي او د هغو په مخ دروازې د نه په ویلو سره تړي.
کله چې موږ د روغ او سلیم فطرت خبره کوو؛ نو موخه مو د بشري تمدن په ماڼۍ کې د بشریت د پیدایښت د روح سره برابر هغه ويښ فطرتونه دي، چې پر بنسټ یې بشري اخلاق د خیر او فلاح، همدردۍ او همږۍ، برابرۍ او عدالت، سرلوړۍ او تېرېدنې تر لوړو څوکو رسول غواړي.
که چېرې موږ د کائیناتو په دې پراخه او ارته نړۍ کې، د خپلو کړنو انځورونو ته د خپل وجدان او ضمیر په البوم کې وګورو؛ له دغه ځایه هم یواځې هغه سپيڅلي وجدانونه د خپل ځان په اړه بې پرې او د تعادل په پام کې نیولو سره پرېکړې کولی شي، چې د بشریت د پيدایښت له روح سره برابر عیار شوي وي.
که د دغه البوم یو انځور ته ځیر شو او د انساني ژوندانه لوړ معیارونه هم له همدغه ځایه پرتله کړو او و پوښتو، هغه قوه کومه یوه ده، چې په خپل وجود کې د دې توان لري، چې په انساني اړیکو کې د نفرتونو بدرنګ کاڼي د ګلونو په ګېډیو بدرګه کړي او رنګينې ماڼۍ ترې ورغوي؟
په باوري ډول ویلی شوو او ځواب به مو دا وي، هغه سپيڅلي فطرتونه چې د بشري ژوندانه له واقیعتونو سره اړخ لږوي او د بشري ژوندانه له روح سره برابر عیار شوي دي، د دې توان لري، چې د ټولو هغو عواملو پر وړاندې د زړه او ذهن ټولې دروازې وتړي، چې د بشري ژوندانه د واقیعتونو سره اړخ نه لږوي.
هو! د بشري ژوندانه د همدغو لوړو معیارونو او ارزښتونو پالل دي، چې د بشري تمدن په ماڼۍ کې یې د ويښو او سپېڅلو فطرتونو په نامه بولي او نه پرېږدي، چې د دغو لوړو ارزښتونو او بشري ژوندانه ريښتیيني واقیعتونو د پراخې هستۍ سمسورې بېدیاوې په شړو او شډلو دښتوو بدلې شي.