د ښاغلي غني د پام وړ:  د اجرائيه رياست کړنې سليقوي، دښمنانه او له تعصب ډکې دي

د اجرائيه رياست منښته د قانون خلاف او د زهرو غړپ وو، خو ولس له تاسې سره دغه د زهرو غړپ په ګډه څښلی
 
د فضل احمد معنوي د ډډوزو بوي لا ورک شوی نه وو چې د فرشتې حضرتي يا د پدرام معشوقې ورپسې د اروپا اقليم هم بوين کړ
 
يار مې هندو زه مسلمان يم
د يار لپاره درمسال جارو کومه
 
ښاغليه،
ستاسې د تېرو ټاکنو مشر د پنجشېري ملا فضل احمد معنوي نادودې لا د ولس له ياده نه دي وتلي چې اوس لا بيا د اجرائيه رياست يا په بله مانا د جانکيري د سپارښتنې او معاملې په ترځ کې رامينځته شوي زياتي پوست چې پر ملت هسې يو زياتی دروند بوج دی، خو له تاسې سره وزغمه، کنه هر څوک يې په مشروعيت او نه مشروعيت پوهيږي د ښاغلي امرخېل په تړاو يې سليقوي چلند کړی دی.
 
له تاسې نه په درنښت هيله کيږي چې ټاکنې مه سياسي کوئ. له قومي، ژبني، سمتي، ايډيولوژيکي ستمي - ماويستي او هم له هر ډول تعصبي وسليقوي چنلده ډډه وکړئ. د آغلې مريم نجفي پر معامله سترګې پټې شوې او لا زياتي ټاکنو ته ورته لار اواره شوه. حال دا چې دلته په ايټاليا کې پرې Silvio Berlusconi ته غټ سرخوږی جوړ شو او له دندې لا څه ان چې له محاکمې سره مخ شو، خو د عبدالاحد کرزي زوی په دې ټولو نارواو باندې خاورې واړولې.
 
بيا ستا په معامله کې چې ټاکنې جنجالي شوې يا په بله مانا خبره ګلجانۍ شوه، ګلمرجان ورپسې لا نور ونازول شو. تاسې چې د اداري فساد سره د مبارزې خبره کوئ، نو دا د فساد جرړه خو هماغه سرچينه ده چې قانون ورته له پيله تر پښو لاندې شوی، خو دې ولس ستا د درناوي په پار وزغمه کنه هډو هېڅ د زغملو نه وو. همداسې دې بيا د لومړي مرستيال په معامله کې ترکيه ته تګ بله د نه زغم وړ نادوده ده چې لا بيا د څه لپاره راوغوښتل شو؟
 
د شمال ټلوالې د ګوتو په شمار يو څو مشخص (نوموتې) څېرې چې د جمعيت تنظيم (ډله) يې يرغمل کړې او د تنظيم (ډلې)، د قوم، ژبې  وسمتپالنې په نوم يې ټول دروند تاجک قوم يرغمل (بونګه) کړی، کنه دغه هر يو يې له عمري بنده واخله تر اعدام او د ښې درنې سزا مستحق دی، خو پوهيږو چې د ډبل جاسوس يا په بله مانا د کاغذي اتل له هسې بهرني ملاتړ او سپارښتنو foreign support and their special recommendations پرته خو يو يې هم چندان سړيتوب واهليت نه لري.
 
سمه ده چې تاسې به پکې لاس لرئ يا نه، خو پر اجرائيه رياست او ځينو متعصبو مشخصو کړيو او اشخاصو ته ګوته نيول کيږي چې که تاسې د يو ښه مدير او څارګر په توګه دغه د سليقوي چلند پېښه له حقوقي پلوه وڅارئ، نو دا به مو د خپلې ښې راتلونکې تضمين وي، کنه ولس بيا بل ځل چاڼس (فرصت) درنه کړي. دلته نورې خبرې دي چې هغه ځينې مغرضې هېواد دښمنه کړۍ او ځينې مغرض ګاونډيان د هېواد لپاره ستاسې اوس او راتلونکې ښې برنامې نه شي زغملای چې د اوبو له مديريته واخله تر اقتصادي څلور لارې، معادنو، پرمختګ او داسې نورې برنامې او پلانونه درواخله، نو خدای مه کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې د بيا برياليتوب چاڼس له لاسه ورکړئ او هېواد يو ځلې بيا هماغه پخواني مسير ته وربرابر شي. ټول پوهيږو چې څوک زموږ سوکالي او ښېرازي زغملای نه شي. ځکه خو يې د دې موخې د لاسته راوړنې لپاره په حکومت کې دننه او له حکومته بهر د مخالفانو په جامه کې خلک ګومارلي دي او خپلې موخې په چټکۍ سره مخته وړي. د اجرائيه رياست ځينې کړنې په ښکاره له هېواد سره له دښمنۍ ډکې دي.
 
تېر ته په کتو ښاغلي کرزي خپل ټول وقار (درنښت) و ارزښت په هسې معمولي نزاکتونو د شمال ټلوالې او زموږ د مغرضو ګاونډيو لپاره په سيند لاهو کړ چې لا چا نه کڅوړې واخېستې او د چا لپاره د خپل دوست (امريکا) لپاره سينه سپر کړه چې که امريکا پر چا حمله وکړي، نو زه به د .... خوا ونيسم. دا داسې نزاکتونه ول چې ښاغلي کرزي پرې له ګړنګونو پرېوته. ان تر دې چې يو ځل خو دلته لندن ته په دې تمه راغلی وو چې که د اوباما او د ده تر مينځ راټوکېدلی واټن راکم کړي، خو د تمې خلاف يې هيلې اوبو يووړې.
 
تاسې ته زما د يو خيرخواه په توګه مشوره دا ده چې دغه د جانکيري نازولی ګلمرجان په ځېنو نزاکتونو پوی کړه، کنه خدای مه کړه چې تاسې هم د تېر ولسمشر په شان د املوکو په تول کې لاړ نه شې او د خپل ولس (ملت) باور له تاسې پورته شي. دېته دې پام اوسه چې له هر لوري ستاسې د بدنامۍ هڅې کيږي او له هر لوري هڅه کيږي چې تاسې ته ستونزې وزږيږي او د هېواد د ښې راتلونکې او ښو برنامو او پروګرامونو مخه ونيول شي، نو هيله ده چې لږ له دې وړاندې مخته سوچ وکړئ.
 
د يو سوکاله، سمسور او تلښېراز افغانستان په هيله