
روهي (يوه نۍ/۲۱مه د زمري)، رومانیا کې د فساد ضد لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او ۴۴۰ تنه پکې ټپيان شوي دي.
چارواکي وایي، چې په ټپيانو کې ۲۴ پولیس هم شامل دي.
د چارواکو په وينا، د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
دغو لاریونوالو حکومت په فساد ککړ باله او د کابینې د استعفا غوښتنه يې کوله.