
روهي (يوه نۍ/۲۱مه د زمري)، په داسې حال کې، چې د امریکا لخوا د سیاسي اختلاف له امله پر ترکیې مالي بندیزونه ولګول شول، د ترکيې پولي واحد «لیري» ارزښت د ډالرو په وړاندې ۲۰ سلنه راټیټ شو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ کړی، چې د امریکا دغه اقدام به بې ځوابه پرې نه ږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د ترکیې اړیکې له امریکا ضدو هېوادونو په ځانګړي ډول روسیې سره پياوړي شوي دي.