
روهي (يوه نۍ/۲۱مه د زمري)، رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې نور به پاکستاني نظاميان نه روزي.
ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامي پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې ترلاسه کولو لپاره جذب شي، خو امریکايي چارواکي وايي، چې د ټرمپ ادارې ددغه لړۍ د درولو سپارښتنه کړې ده.
چارواکو ویلي، دا پرېکړه د هغو اقداماتو يوه برخه ده، چې د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي.
امریکا د پاکستاني عسکرو د روزنې تر ټولو لويه ملاتړې وه او د پاکستان د پوځ ټول کليدي غړي هم د امریکايي پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي.
د پاکستان حکومت په دې اړه ویلي، چې که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیي ته د روزنې لپاره واستوي.
امریکا داسې وخت کې پر پاکستان د فشارونو خبره کوي، چې اوس هم لسګونو پاکستانيو نظامیانو ته د روسي روزونکو لخوا روزنه ورکول کېږي او ګډ تمرینات ترسره کوي.