
روهي (يوه نۍ/٢۱مه د زمري)، د هندوستان ټايمز د راپور له مخې، د هند د اروناچل پرديش ايالت کابينې تېره جمعه اعلان وکړ، چې د روانې مياشتې تر پايه بايد هغه ښوونځۍ وتړل شي، چې زده کوونکي ونه لري.
د کابینې دغه غونډه، چې د وزیر اعلی "پیما خندو" په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې پرېکړه وشوه، چې بې زده کوونکو ښوونځۍ بايد وتړل شي او ښوونکي يې بايد په نورو فعالو ښوونځيو کې وګمارل شي، ترڅو د پوهنې برخه کې د زيات لګښت او خساراتو مخه ونيول شي.