چين شاوخوا ٢ ميليونه نيول شوي مسلمانان پټو کمپونو کې ساتي

روهي (نۍ/٢٠مه د زمري)، د ملګرو ملتونو د نژادي توپير له منځه وړلو کمېسيون وايي، چې د چين حکومت لخوا نيول شوي شاوخوا ٢ ميليونه ويغور مسلمانان په يو شمېر پټو کمپونو کې ساتل کيږي.
 
د بشري حقونو ‌‌‌‌‌‌يوې ډلې، ويلي چې دغه بنديان د چين حکومت لخوا د شينجانګ ايالت يوه خپلواکه سيمه کې په يو شمېر پټو او مخفي سياسي کمپونو کې ساتل کيږي.
 
د چين حکومت دې وروستيو کې د ويغور مسلمانانو د نيولو لړۍ چټکه کړې، چې پرمهال يې زيات کسان د يو شمېر ستونزو او بنديزونو سره مخ شوي دي.